Ghamay2

غزل / نظامي

18.12.2009 18:16

غزل

یو څوک راغلی دی د کور په دروازه کې پروت دی

نه ملنګ نه دی په وچ زور په دروازه کې پروت دی

ستونی يي ټپ دی بس د لاس په اشارو لګيا دی

دلته مې پلار هلته مې ورور په دروازه کې پروت دی

مورکۍ ېې مړه ده د بابا په وينو سرې جامې يي

په ژړا سر ماشوم نسکور په دروازه کې پروت دی

هغه د پړانګ او پانډ کيسه ده په کې ګېر راغلو موږ

سره مې انګړ کې ګرځي تور په دروازه کې پروت دی

یا به مونږ وخوري يا به دی پکې له ژونده خلاص شي

مودې يي وشوې سړيخور په دروازه کې پروت دی

پېغـــــــــــــله  شهيده  ده زلمو سرونه ټيټ  نيولي

نظامي څومره لوی پېغور په دروازه کې پروت دی

سیدعبدالله نظامي /اسداباد

یادښت: د شعر د لغمان په الینګار کې ديوی خونړۍ پېښې په تاثر لیکل شوی

 

حنیف سادت ساپی 19.11.2010 23:13

له هر څه دمخه سلامونه او نیکې هیلی<br />ډیر ښکلی غزل<br />په رښتیا دردونکی دی<br />ستر پالونکی مو تاند لره،دنورو بریاؤ په هیله مو٠<br />ح،س،ساپی ،،،،،،،هند پونی،ممبي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.