Ghamay2

غزل / سمیع الله تړون

19.09.2009 07:38

غزل

یرغل راوړی دی اغیار ځوانان له کوره وتي

زمونږ د کلي نه د کار ځوانان له کوره وتي

اختره ځه چرته وزګاره سیمه ولټوه

اوس درته مونږ نه یو وزګار ځوانان له کوره وتي

زمونږ د چم په پسرلو کې مزه پاتې نه ده

لکه نښتر لکه چنار ځوانان له کوره وتي

سپینه ماڼۍ به دې په تورو لوګو توره کاندې

یو ځل به بیا درکړي ګوزار ځوانان له کوره وتي

ستا د بې شمېره صليبي لښکرو ملا ماتوي

دلته اېله یو څو په شمار ځوانان له کوره وتي

د فلسطین د بچو اوښکې نورې نه شي لیدی

د ايوبي په انتظار ځوانان له کوره وتي

بس دا تړون ساده سړی دی چې په کور کې ناست دی

په دې وطن کې خو هوښيار ځوانان له کوره وتي

سمیع الله تړون / اسداباد

محمدخالد انصارې 12.03.2013 07:30

نشمه لیکلای ستا دپاره به څه ولیکم هر څه که لیکمه ستا لپاره راته کم ښکاری
نیکی هیلی اوسلامونه ستا او ستا ټولی دینداری کورنی او ستا دوستانو او خاص خاص ستا د قلم انډ یو الانو ته وړاندی کوم دخپل پورتنی شعر په تغقیب ګرانه فقط او فقط دومره درته لیکم چه تل دقلم روان ا و ژبه د ښوریدونکی و اوسه امین

عرفان حسرت 16.12.2011 01:52

تړون صیب : خدای مو راته تل اباد او د صحت په جامو سمبال لره ستاسو شعرونه چی کله هم ګورم یا لولم نو خدای شته چې تنده مې پې ماته شي .

په ډیر درناوي
عرفان حسرت
Mecklenburg Germany

Mohammad Rateb Shaheed 18.11.2009 14:42

der khkule sher de grana der ziad manana Tarron sahib

سليمان څارګر ځدراڼ 10.11.2009 06:14

ګران تړون صاحب اسلام عليکم !
ګونګى وي اې درويشه چې ولس وي بې شاعره
تېره توره ئې پڅه شي د قام چې قلم مات شي
ستا قلم دې خداى جل جلاله همداسې د حماسو انځوروونکى لري . مونږ د وخت له جابرانو سره د مقابلې لپاره نه يوازې تورې ته اړتيا لرو بلکه قلم ته له تورې هم زيات اړ يو. د افغان شاه زلمو د تورې په زور او ستاسو په څير د ويښو قلموالو په برکت به ډير زر صليبي لښکرې خپل غاښونه نس ته تير کړي. که خداى کول ډير زر به د ازاد افغانستان په وياړ ستا شعرونه ستا شعرونه د ځدراڼو په دنګو غرونو کې زمزمه کوم.
ستاسو د شاعرئ د لاغوړيدا په هيله
سليمان څارګر ځدراڼ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.