Ghamay2

غزل /سمیع الله تړون

09.09.2009 11:38

غزل

چاراتړلي دي ترغاړې زمونږ خپل لاسونه

زخمي زخمي په وينوسره لکه دګل لاسونه

خدايه زما دمينې يار پکې ژوندی وساته

دښکلا چم ته راتېر کړي عزرايل لاسونه

والله که کېږي پرې تسل دميرات شوي زړګي

تابوت کې راوړي پېښورته له کابل لاسونه

لپه دې راکړه داوبو ښه دې دخدای سره دي

ما دې په خوب کې خوږه ياره ښکلول لاسونه

مظلوم ګرېوان ته مې جانان داسې په شنه کې ناست دی

لکه اوږده کړي فلسطين ته اسرائل لاسونه

بيا دشاعرې ښاپېرۍ په لاره پل اخلمه

تړونه ځکه  ښکلومه دغزل لاسونه

تړون / اسداباد

ضيالرحمن صافی بارکڼډۍ 15.01.2012 06:48

تړون صاحب یووطنپال اواسلام پال شاعردی په اسلامي مینه تری مننه کوم اودرب څخه درته داوږدعمرغوښتنه کوم
داستاپه سترګوکی پیریان دی ،٠چی پرتاراشي جوټی ماله راکوینه،
ستادتوروخماوسترګوپه غم کی،ټوله شپه می که پرخه ژړا وکړه
صافی

سيدشفقت (سادات) 08.12.2009 06:39

شاعلي تړون له ستاسو شعر واقعا شه شعر ووز
زه له تاسو او حصوصا د تول افعان له اداري نه يوه عوشتنه لرم هعه دا که چيري دوي موژ ته ستا هعه شعر خپور کړي.
(په الوتکودي خواري مه کوه زما په خاوره بمباري مه کوه)
مننه کاميابي مو عواړمز

محمد فضل عابد 09.09.2009 19:41

ګرانه وروره تړون صاحب ډېر په زړه پورې غزل د لېکلئ ده ،ورور جانه تا سره مې ډېر ضرورې کار دی مهربانې وکړه ما ته ضرور تلفون را وکړه اويا خو د خپل نمبر ماته په امېل کې راوليږه بيا زه درته تلفون کووم ډېره مهربانې به د وې

منندوی 09.09.2009 13:42

سلامونه !
تړون اشنا دشعر ها پخوانۍ مزه دې نشته یاخوفکرکوم چې داشعرمې تکراري ولوست . نوي شعرونو ته مخه کړه ولې ددنیا په ځان تنګه کړي دخدای بنده ! ستا نه مو دادب دسر لارو امید وو مایوسه کوه مو مه ! ژوند ته دیوې نوې زویې نه وګوره
ورور دې منندوی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.