Ghamay2

غزل / شفیق الله شاداب

03.09.2009 10:27

غزل

شوګيرې لاړې په خوبونو دې راواړولم

د يار وصاله په خوندونو دې راواړولم

نور مې د غم د زړه په کور کې ګوزاره ګرانه شوه

ساقي میزبانه په جامونو دې راواړولم

هره ګړۍ دې د راتلو ورځې شمېرم له سره

د خپلو ګوتو په بندونو دې راواړولم

ودې غوښتمه خو په ور دې قبضه واړوله

په دنګو دنګو دېوالونو دې راواړولم

یو که مې چل د ماتولو د لوظونو زده کړ

خو بل په ډېرو قسمونو دې راواړولم

توبه توبه عشقه توبه د کبرجن له مينې

خوار شې دا څه په منتونو دې راواړولم

نصیبه نور د شاداب کار کې ګوتې څله وهې

ښه دې وزګار کړم په شعرونو دې راواړولم

شفیق الله شاداب /اسداباد

نيازمحمد ثا قب جلال اباد 09.09.2009 16:28

شاداب اشنا سلامونه مې ومنه

ياره په قلم دې برکت شه په دې خا موشه ژبه دې د زړه له تله د فطرت رنګېنيو ته

څو مره ښکلا بښلي ده واقعا اشنا په شعر کي دې د معصوميي ميني اظهارپه ډيره

خوږه ژبه کړي دي ورره له تاوده باده په امان اوسي

وسلام نياز محمد ثا قب

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.