Ghamay2

کرزي ته نظم /سمیع الله تړون

03.09.2009 06:49

کرزي ته

پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي

لالادمرګ اجازه مه ورکوه

زمابچوړي سوال ته مه کېنوه

زما دمرګ اجازه مه ورکوه

تابه له ټولوخلکو روسته وژني

دچادمرګ اجازه مه ورکوه

زما ځنګلې په باروتو سېزې

زما په غردې زړه خوږېږي که نه

مال مې دې لاړشي په بلا يي وله

زما په سر دې زړه خوږېږي که نه

ماشومان وږي له کورونوتښتي

په مازيګردې زړه خوږيږي که نه

دپارلمان وکيله ساه دې وځه

ته دکرزي لالا سلام څه کوې

ته له تودې بړستنې نه راوځې

بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې

دادبمونوشوردې نه ويښوي

په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې

مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ

اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي

پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال

په سوله نه راځي په جنګ راځي

زمونږ په دين او وطن لوبې کوي

ځکه مو وينې په غورځنګ راځي

ددې کيسې درنه پوښتنه کوم

دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ

دملالۍ مزار جنډه نه لري

د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ

نور انسانان يي په بوټانو ولي

دستر غازي مډال دې چاته ورکړ

ديموکراسۍ له ژونده وويستلو

خپلو بچو پسې پېرې کوو

څومره دې ووژلو بس دی کنه

همېشه غم دهديرې کوو

داور لمبه دې درنه وګرځېږي

مونږ افغانان درته ښېرې کوو

لالا لالانه دې پوښتنه وکړه

افغانستان سره دې څه کارو

که صليبي جګړه دې نه کوله

دمسلمان سره دې څه کارو

که اسامه په توره بوره کې و

وزيريستان سره دې څه کارو

داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی

تاسره قدر دامان نشته

ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي

تاکې غېرت تاکې ايمان نشته

زرده رسوا به شې ذليله به شې

په سر دې سيوری دقران نشته

ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو

زه هم پوهېږم چې غلام يمه

يوه جوړه جامې خوراکه راته

لغړ راوتی له بګرام يمه

پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه

زه دې اولس يم زه دې قام يمه

اور غورځونکو ته دې ووايه لږ

سمه اوغر درته خېرې کوي

زمادقام خولګۍ له وينو ډکه

هر مازيګردرته خېرې کوي

د باجوړګلونه مه رژوئ

چې پېښور درته خېرې کوي

لږدبړستنې نه بهر راوځه

چې داپه کومه ډرامه جنګ دی

صليب ککرې غواړي وينې غواړي

بيا په امت مسلمه جنګ دی

بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته

دابامه او اسامه جنګ دی

ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه

زه وايم غږ زما ازاد ښه دی

زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه

ته واېې دغسې برباد ښه دی

بس ته پردوته ستړيمشي کوه

مونږ سره فکر دجهاد ښه دی

سمیع الله تړون

مومين خان مومن پکتيکا ارګون 12.02.2010 15:41

تړون صيب سلامونه مي ومنه
دلوئ خدائ نه درته ښه ژوند غوړم . ستااسلامي او جهادي قلم اوحو صلي ته سلام

رضوان الله ساپي 26.01.2010 06:09

ګران او عزتمند ورور تړون صاحب ته،

سلامونه او نيکي هيلي مو ومنه په دغه پورتني شعر د ريښتيا د شعرونو او شاعرانو ارزښت په ټولنه کي لکه د لمر وځلاؤ او د لوي څښتن تعالئ څخه درته په راتلونکي کي غوښتنه کؤو چه قلم او ژبه دي هم دغسي روان وي.

او هيله مو ده په راتلونکي کي خپلي ژبي او قوم ته هم پخپلو ښائسته شعرونو کي ځاي ورکړي ځکه پښتانه ډير ويده پراته دي.

ستاسو د ليدو په هيله د پکتيا ولايت څخه
رضوان الله ساپي

ګل محمد فقير زې 07.01.2010 09:52

ټړون صاحب زمو نږ سلا مو نه قبو ل کړه ورسته د سلا مو نو خو ښی او سلا متی
دلوی حدای ج نه هميشه لپا ره غواړم
کرزی صا حب ته دی د اينده مسوليت په بر خه کې پور تنی شعر قا بل د قدر دی دا دتا ر يخ جبر دی که څو ک غو اړی او که نه غواړی حلک او تاريخ به
پری قضاوت کوی افغا نستا ن د با تورو او غر يرتمنو وطن ؤ نه دوطن فروشو دا ځکه اوس هر سړی او هر لوړ پو ړی چا رواکی کو ښ کوی يو نه
دبهر نيو اعتماد حا صل کړی ؟ داځکه په دغه کی هم چړ چی دی او هم ميلی
دی دمل ګتو څو ک پروا نلری ملی ګتی دشحصی ګتو قربانی شوی دی داځکه
ملی احساس ورکيدو په حال کی دی دولسی جرګی له خوا دکرزیصاحب ورمعرفی شوی توره ناولی او بدرګه څيره دايرانی ډالرو په قوت وزارت مقام ته
ورسو شحصی ګتو په مقا بل کی دملی ګتو ته چا هيڅ فکر ونکړ اونه ي خيال وساتو دا دملت نما ينده ګان دی چی ددی بی وزلی او زخمې ملت په سرنوشت باندی
لوبی کوی څو ا يرانی ډالرو په مقابل کی دحپل کلتور او ژبه حرڅوی دګاونديانو
ګتی دوطن دګتو نه په لومړی صف کی قرارلری او وطن دتباهی په لور روان دی

معراج الدین حقمل 23.11.2009 10:02

تړون صاحب سلامونه اونیکې هیلې مې ومنه !
د الله (ج) څخه درته کامیابي او بریا غواړم ، ستا دنورو خوندورو شعرونو په هیله.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.