Ghamay2

نړۍ ته/ سمیع الله تړون

03.09.2009 06:03

نړۍ ته

نړۍ چپ شه نړۍ غوږ شه نړۍ واوره

بيا يو سوي انقلاب ته دې زړه شوی

د خونخوارو يهودانو غم دې وکړه

بيا د سرو وينو سېلاب ته دې زړه شوی

ما به پېژنې که نه خو زه پښتون يم

زه د دې خاورې بچی يمه افغان يم

د نړۍ په مظلومانو مې زړه سوځي

اخر زړه زما د غوښې دی انسان يم

نړۍ څه کا خو ددوه وو جنګول کا

دنړۍ په کومکونو چې ازاد شي

هغه خلک شي له ټولو وروسته پاتې

همغه ولس په ټولو کې برباد شي

دا مړه نړۍ له وږو څه خبر ده

زمونږ چم کې نه غنم او نه جوار شته

دا همدوی وو چې هلمند يي کنډواله کړ

بيا هم وايي په دې سيمه کې کوکنار شته

چې زمونږه په تندو باندې راوري

د ړندو د لاسو کاڼي دې ړانده شي

زمونږ زرکې ستا له وېرې مستي نه کا

ستاسو زرکې ستاسو زاڼي دې ړانده شي

ياره سره سيلۍ د کلي نه چاپېر ده

د مرغيو ځالې نشته ګودر ړنګ دی

تا اتلس پسرلي په اور کې تېر کړه

په والله اوس دې د اور په شانه رنګ دی

ماشومانو د ټوپکو چل زده کړی

د قلم له تورو ليکو خبر نه دي

نړېوال د بشريت سندرې وايي

خو زمونږ د خوارو کړيکو خبر نه دي

ما شمله له سره ليرې کړه وطنه

ستا د پاکې ازادۍ تاريخ مې خرڅ کړ

د مېوند په نوم مې سمې لوبې وکړې

د زړورې ملالۍ تاريخ مې خرڅ کړ

ما سنګر ته امتحان د وينو ورکړ

زه په دغه ازموينه کې ناکام شوم

ما پردي له تانه وشړل وطنه

خو اوس بېرته د پردو خلکو غلام شوم

دا اولس خو داسې نه و  نړېوالو

دلته سوله دلته مينه په څپو وه

پر څټونو مو پردي توغونه نه وو

زمونږ تن کې زمونږ وينه په څپو وه

خو اوس دومره پرمختګ وطن ته راغی

پلار ګټلي تاريخونه مو برباد شو

دغه څومره نيکمرغي ده وطنوالو

مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو

سمیع الله تړون / اسداباد

اندړ دنمارک 30.06.2010 13:08

دافغان دغرونو بازه د پښتون دزړه اوازه
ګرانه تړون صاحب٠

خوشحال بابا وائي اتفاق په پښتانه کي پيدا نشو که ني ما به دمغول ګريوان پاره کړ
ګوندي ستا په کوکو او نارو دا بيده ملت وښ شي او خپل هيواد د غير دتاثير نه سوا د سيالانو سره سيال کړي ٠
عمر داوږد، اواز دلوړ او ژوند د بسيا .
په درناوي .
اندړ .

ګل محمد فقير زې 29.01.2010 15:14

ډ يردروند او دکنړ ونو دلوړو اوهسکو غرونو بازه ٠اي تړونه اي شاهکاره اي

شهبازه ٠

سلامونه می قبول کړه ستا هر شعر دد ی و طن دهر بچی لپاره د عبرت در س دی

ستا په شعرونو به راتلونکی نسلونه افتحار کوی دا ستا دهغی لوړ احساس نمايندکی کوی

چی دخپل وطن او حلکو پهوړاندی لری ٠
تاچی وويلې دی

نړيوال دبشر يت سندری وايې ---خوزمونږ دخوارو کړ يکو خبر نه د ې

دا می څو څوځلی ولوستلو ډيرلوړ فکراو اود غريب ولس دزړه اوازدی

شیرین اغا جهانګیر 25.01.2010 16:02

سلامونه او نیکې هیلي تړون صاحب! زه مو درد احساسولی شم. ما هلمند لیدلی، ما بکوا لیدلې، ما مرغاب لیدلی، ما شینډنډ لیدلی، ما شیوان او بالابلوک لیدلی. خو زه به درته د خپل نظم دغه یوه کړې در ډالۍ کړم چې:

بېرته پاتې شو د ژوند د قافلې نه
دنیا وویستو د خپلې سلسلې نه

د سر لوړي افغانستان په هیله
www.paimana.bloguna.tolafgha.com

حسن صافي له کونړ نه 10.09.2009 09:28

د کونړ په غيرتمند بچي تړون باندي وياړم د ټول افغان غيرتي ملت لپاره افتخار دي
الله دي اوږد عمر د ايمان سره او د شعر توفيق ورکړې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.