Ghamay2

د نبيله غزل غزل

02.09.2009 17:38

غزل

کړي ګل غوندې خبرې زما يو د زنې خال
درزده به کړي سندرې زما يو د زنې خال

زرګرې لرې لرې ، جيګې جيګې سترګې مه وړه
ستا ټولې ملغلرې زما يو د زنې خال

دا دومره صليبيان او دا طالب غريب تنها
باڼه دې زغرې زغرې زما يو د زنې خال

ستا زړه ته ګنا نه شته که درزونه کړي پيدا
راړنګې کړې کمرې زما يو د زنې خال

زه ستا له دې کجلو او سرخۍ نه په زر وار
بهتر ګڼم ملګرې زما يو د زنې خال

نبيله غزل ، پېښور

سیدعبدالله نظامي 09.09.2009 09:27

رب دې ژوندۍ لره <br />ډیرشکلی غزل<br />

عبدالواحد 02.09.2009 18:07

ډير ښه ډيرښه.......................................................................ډيرښه<br />په قلم د بركت شه <br />مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.