Ghamay2

غزل /سمیع الله تړون

02.09.2009 06:30

غزل

رادې شي اجل لېونی شوی يم

زړه مې شو پاګل لېونی شوی يم

ته وې چې اول دې په ځان پوه کړمه

تا پسې اول لېونی شوی يم

ستا بڼو مې زړه په بله واړوه

سم لکه کابل لېونی شوی يم

داويرجنې شپې به سندرمارې کړو

شه راسره مل لېونی شوی يم

ياره زه دښار کوڅو ته نه درځم

زه اوس دځنګل لېونی شوی يم

دا ځله بدل دم ګری ګورمه

داځله بدل لېونی شوی يم

اوس رانه دزړونو تړون نه کېږي

اوس خو مکمل لېونی شوی يم

سمیع الله تړون

احمد جاوید حکیمی 10.09.2012 13:13

تړون وروره الله دی په قلم برکت کړه الله دی نورهم کامیاب لره مونږستا دکامیابی په هیله یو

توحيديار 26.12.2010 00:34

سلامونه او مننه له دی ښکلی غزل څخه

ټړون صيب ګوره داسی ليونی غزلی نوری هم ولیکه ګوره چي ته راته لونی نشی

مننه

ايمل خان سالارزى 08.11.2009 17:29

تړون صاحب دا څه کوي د زړونو تړون درنه څنگه نه کيږي مونږ خو درنه ډيره توقو لرو . ډير ښه تړون د خو د مينى او محبت يو بل اندلز دى ډيره ښه غزل وه.

عبدالصبور 02.09.2009 10:12

مونږپښتانه په تاسو ټولوباندی ویاړو٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.