Ghamay2

د تړون ژوند

27.08.2009 18:26

سمیع الله تړون په هېواد کې د جګړيز پېر په کلونو کې د اور ورينو ۲۸ پسرليو موده ژوند کړی .

لا ماشوم و چې د خپل پلرني ټاټوبي کونړ له شیې جنتي سيمې وټه پور څخه يي کډې بار او د باجوړ په پنډغالو کې دېره شو همهلته په خو بدو پوه او د ښوونځي لومړني ټولګي يي ولوستل .

بخت يي دومره تور نه و له هېواده د شوروي لښکرې وشړل شوې او بېرته خپل پلرني هستوګنځي ته راستون شو

په ۱۳۷۹ لمريز کال کې د اسداباد له عمراخان لېسې څخه فارغ  او د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالی شو په همدغه پوهنځي کې يي د لسانس تر کچې زده کړې وکړې .

سمیع الله تړون له تنګۍ ځوانۍ یو بااحساسه او د ښه فکر خاوند و په ښوونځي کې و چې په همزولو کې يي د یوه ښه شاعر نوم وموند تر دې چې اوس يي دپښتنو سيمو ډير اوسېدونکي له نامه سره اشنا دي ډير يي له مينې د تړون د شعرونو ويډیو ګانې په خپلو ګرځنده ټليفونونو کې ساتي .

(تاته دې درپاتې وي ) او ( زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه) د تړون چاپ شوي شعري ټولګې دي تړون د يو مبارز شاعر په نوم ياديږي خو د ژورنالېزم په ډګر کې يي هم منډې ترړې د يادولو دي .

دا چې تړون لا هم ځوان دی ترې د لا نورو هنري نوښتونو هيله کېدای شي راځۍ د ژوند او خوښۍ لپاره يي لپې خالق ته په دعا پورته کړو .

بريالی او سرلوړی دې وي

امين

سیدعبدالله نظامي / اسداباد

• Dsc02128
• Pa280056
• Dsc02126
• Pa280050
• Vcvcvc
• Img 0831
• Iuiu
• Picture 027
• Ccccc
• Img 0847
• 00070525pss
• Farhad1 copy1 1
• 0009050srpk 1
• Dsc03267
• Dsc02038
• Img 1104
• Nizami

عبدالله ط 29.08.2012 10:14

زره ته نژدی تړون ته !
سلامونه ګرانه هوسا اوبسیا ژوند په ازاد اباد اوسرلوری هیواد کی زمونژ او ټولوهیواد والو سره ولری الله مو دغلیم سره مبارزه او هڅی قبولې کړه دنورو مباررزینو سره مو الله راته وساته
دوروری په خوژه مینه ع ط
کابل

محمدامين احمدزئ 25.01.2012 08:20

مننه تړون صاحب:لاپه ننګرهارپوهنتون کې وم چې ستاشعري ټولګه مې د يوه همصنفي(تابع الله) سره وليده ,ومې لوسته اوخوښه مې شوه.ستادلابرياؤپه هيله.

امين احمدزئ له بېجينګ څخه.

حلیم 24.10.2011 07:20

تړون وروره سلام،
له ښه شخصیت جوړولو او د هیواد د دردونو د پیژندلو او د هغوی د بیانولو څخه چې د خپلې شاعرۍ له لارې یې د هیوادوالو سره شریکوی ډیر خوښ شوم.
د پاک خدای څخه درته د لا ښه شخصیت او ښه ملت پاله انسانیت غوښتونکی یم.

یوه مشوره مې داده چې که زیات وخت د خپل مسلک (حقوق او سیاست) سره تیر کړی او په همدې برخه د خپلې له علمه لرې ټولنې د بې شمیره ستونزو د حل لارې چارې په خپله خوږه پښتو ژبه د خپلو خلکو سره شریکې کړئ ډیره تاریخي او له تل پاتې کړنې به مو وي.

په خپل مسلک کې ورځنۍ مطالعه، مقالې لیکل، لوستل او تحقیق کول مه هیروئ.

حلیم
له جاپانه

هسک کونړي 30.12.2010 08:01

دزړه اوشعراو تړون ته !
پدې هيله چې دادب اوشعرپه نړۍ کې لکه دروښانه لمر په څيردکونړ په هسک افق لاښه وځليږې اودوياړونوهارنه يوازي ستا اوستاسي دنجيب فاميل ته ورترغاړې شي بلکې دټول کونړاوسيمې لپاره دوياړهسکه شمله واوسې،نوښتونه اوهڅې دې ستاييم
په ويبلاګ دې زيات خوښ شوم مبارکي درته وايم ،اوپه راتلونکې کې درته نورزيات برى غواړم . بس همدومره
هسک کونړى
١٣٨٩-جدي ٩

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.