Ghamay2

غزل / سمیع الله تړون

24.01.2012 10:08

غزل

مونږ همیشه د زورورو سره جنګ کړی دی

مونږ همیشه په مظلومانو باندی ننګ کړی دی

د هر یرغل مقابلی ته ښه په نره ورځو

که دا یرغل کله مغل کله پرنګ کړی دی

توره مو تل د دښمن وینو باندی سره ګرځوو

توری مو تیکی نه لیدلی نه یی زنګ کړی دی

ستا په کتاب کی مو همدا ده نړیواله ګناه

چی د باطل او نارواو نه مو څنګ کړی دی

مونږ د بنګړیو شرنګ ته شرنګ نه وایو سر دی وخوری

زمونږه روح ته په ازل کی تورو شرنګ کړی دی

مونږ ملنګانو ملنګۍ سره تړون کړی دی

نصيب یی خوار شی چی ازار چاته ملنګ کړی دی

سمیع الله تړون

جبران خلیل 02.09.2013 15:24

اسلام علیکم تړون صیب او نیکی هیلی
ډیر په زړه پوری او انقلابی شعرونه دی الله پاک مو هوم داسی راته ژوندی لره ډیر خه احساسات لرئ ده امت مسلمه او افغان مظلوم اولس په اړه
په درنیښت
جبران خلیل

محمد داود ساګر 31.01.2013 06:08

د ټولو نه مخکی اسلام علیکم تړون صاحب
زه ډیر خوښ شوم چی په دی ویب پاڼه خبر شوم
او تړون لالا په زړه کی می یاستی کله چی ستا د شعرونو بلد شوی یم.
دی نه بعد د شعرونو لیګل کووم خو چی هیله لرم چی خوښ یی کړی
او س به یوه دوه بیته خپل درته ډالی کړم
په لیدو د خوږ اشنا می یقین نشته
چا ویلی چی یی خال په جبین نشته
چی یادونه به ستا نه راځی زړګی ته
داسی شپه داسی سحر ماسپښین نشته

د خپریدو په هیله تر څو نور شعرونه ولیګم

جواد 18.02.2012 10:15

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
تړونه وروره په قلم دې برکت شه الله جل جلاله دې نور هم همت او توفیق درکړي
د مفتون یو شعر دالۍ کوم درته چې
تا مفتون له پاچاهانو بې پروا کړو اې مغرورې ملنګۍ بلا دې واخلم
ستاسو یو نالیدلي مګر زړه تړلی ملګری جواد

ېحې عادل 26.01.2012 09:44

ټړون لالا سلامو نه ,

غزل می ړېر خوښ شو

زه بۀ ېو شعر ړالې کړم در ته,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, کۀ لس مې پورتۀ کړو نو خماخه٠ جانان به غو ړم

څۀ بې امانه ٠دومره ناېم چې اېمن به غوړم

منم لسونه مې ګرو کړې سودګرو د دچم

خو که خولمې په لس وه نو خامخه ا فغانستان به غوړم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.