Ghamay2

غزل / تړون

14.08.2010 12:42

غزل

یا خو زړګی د سړي زړه ماتوي

او يا مرګی د سړی زړه ماتوي

د اسوېلو بلا دې ومه وهه

دغه لوګی د سړي زړه ماتوي

د دروازې د تير نه ډیر خفه يم

دغه لرګی د سړي زړه ماتوي

نن دې قدم د سړي ساه بندوي

نن دې منګی د سړي زړه ماتوي

ښکلو تړون ته بيا تړون کړی دی

دغه ټولګی د سړي زړه ماتوي

سميع الله تړون / کونړ

ذبیح ا لله پاڅون 05.04.2012 16:53

تړون صاحب ټولکی سره کار مه لره چه زړه دی نه ماتوی
ستاسو د لا کامیابی په هیله

صیاد شینواری 26.01.2012 12:58

تړون صاحب د ډیر عمر خاوند شی، لیدلی خو می نه ی خو د لیدو په هیله. شاعری خودی هغه د چا په خبره د سړی په زړه کی لاری کوی. دغه د دروازی بیت خو می بیا ډیر خوښ شو ځکه چه زه هم تری ډیری خوږی او ترخی خاطری لرم. د خوشحاله ژوند په هیله د غنی خان شعر درته ډالی کوم.:
ګوره د فقیر کچکول کی تاج د سکندر پروت دی.
زه یم د سخیانو د شومانو ګدا نه یمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستاسو کشر ورور وارث خان صیاد شینواری

فضل محمود سلیمی 05.12.2010 10:26

د دروازې د تير نه ډیر خفه يم
دغه لرګی د سړي زړه ماتوي

تړون صاحب غزل می دی ولوسته ‌ډیره می خوشه شوه
خدای دی تاسی ته اجر درکړی کامیابی او سعادت او سرلوړی دی له متعال خدای څخه
غواړم.
ستاسی ورور سلیمی

واحدالله وحدت صافی 18.11.2010 19:14

سلامونه او نیکی هیلی پیرزوینی می د زړه له کومی سمیع الله تړون چی د لسانی جهاد یو نیکمرغه څیره ده وړاندی کوم.
او د عبدالرحمن بابا لاندی بیتونه ورته ډالی کوم.

په وصال یی منت بار اوسه رحمانه
په صدف کی دخل نشته د ګوهر بیا

بیا یی وار پدی دنیا نشته رحـــــــمـــانه
په هر چا باندی چی تیر شو وار دعمر

واحدالله وحدت صافی چی اصلی سکونت یی د کنړونو ولایت ، پیچ دره ، خلق لام کلی ، د سیند غاړی کورونه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.