Ghamay2

غزل

15.07.2010 10:54

غزل

زه چې يي ژوندی کړمه نو ما الله ته وژړل

پورته هغه خلک شول چې چا الله ته وژړل

اوس چې مور ته غږ کوم نو غږ په بسم الله کوم

ما له اول سر په بسم الله الله ته وژړل

سره وه تکه سره وه په سرو وينو لمبېدلې وه

ځکه په سرو وينو  کربلا الله ته وژړل

مونږ چی رقيب واخيستو په مخه بېلولو يي

مونږ په چغو چغو واوېلا الله ته وژړل

بيا به د صليب په ککرۍ ميخونه ټکوهو

بيا زمونږ په کلي کې ملا الله ته وژړل

نن به خامخا رقيبه مور درباندې بوره شي

نن دشهيد مور په شين سبا الله ته وژړل

بيا دې لېونۍ مينه تړونه لېونۍ شوله

بيا دې غلي غلي په خندا الله ته وژړل

سمیع الله تړون / اسداباد

بشيروصال 22.10.2011 08:03

جزاک الله احسن الجزا الله ٠ج٠ دی زموږله سره ستاشورۍ نه اخلي اوالله ج٠موقلم عقيده فکرهميشه داسي تانداوبريالئ لره -
اوداډالۍ قبوله که-

رازې ملګروټول لکه دستوروسره ټول شو-
یوبڼ یوه ښکلاشوسره ګلونه دغاټول شو-
رازې له بینه وباسوداکرکی توپیرونه-
هدف مو یوفرمان مویوتسپوغوندی پری شپول شو-
همغږی کړولاسونه د وروری اوصداقته-
په هردوښمن والله چی برخمن دبرې خول شو-
اوزبک تاجک ترکمنه فارسیبانه اوپښتونه-
بالاترسیرچی نشوټول تللی په یوتول شو-
بیرغ دآزادۍ دهندوکش په څوکه خښ کړو-
کتاب ته دتاریخ یوباب بیان دننګ سمبول شو-
اې ننګ پت اوعزت باندی مئینوافغانانو-
په خپله سره راشوسره کینوسره سول شو-
میړانه چی مووستایی وصال دشعرپه ژبه-
په ګډه بیاراپاڅودهمدی شعرغزلبول شو-
=========بشيروصال===========-

شهاب 05.04.2011 11:51

ټړون صيب سلامونه وړاندی کوم٠

تو حيديار 29.09.2010 16:56

له هر سه دمخ درته سلامونه وړاندی کم

خدای (ج) دې وکړی چی روغ او جوړ وی ښيسته او ښکلی غزل وه

نن به خامخا رقيبه مور در باندی بوره شي
نن دشهيد مور په شين سبا الله ته وژړل

ستادلابرياووپه هيله

عبرت افغان 15.07.2010 13:38

دسلامونواونیکوپیرزوینوپه وړاندي کولو
بيا دې لېونۍ مينه تړونه لېونۍ شوله
بيا دې غلي غلي په خندا الله ته وژړل

تړونه صیب !ستاسوحماسي شعرونه مي دومره خوښ وه چي ان ستاسواکثره شعرونه مي یادکړي دي اوپه ډېره مینه یې له ملګروسره په بانډارکي لولم خوله یوڅه وخت راپه دې خوامي ونسوکولای ستاسوله قلم څخه داسي شعرترلاسه کړم لکه څنګه چي يې مالارڅارله اوډېرناکراره اوناهیلی سوی وم خودادی نن دي بیاشمله هسکه کړل
په زړه پوري شعرمولیکلی دی هربیت په زړه پوري منګولي ټینګوي
سره وه تکه سره وه په سرو وينو لمبېدلې وه
ځکه پـــــــه سرو وينــــــو کربلا الله تـــــه وژړل

الله موښاداوآبادلره

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.