Ghamay2

غزل

12.07.2010 06:16

غزل

که دا سمه او دا غرونه په يوه يوه روپۍ شي

خو زما د وجود وينه دې لوګی له ازادۍ شي

د دې ګل وطن په مخ مې هر سړی د ازغو کر کا

پسرلي به مې ميرات شي پسرلي به مې زندۍ شي

يو دوه لپې ملغلرې مې له سترګو راويستلي

زما اوښکې دې جانانه ستا د غاړې غاړکۍ شي

توره شپه توره سيلۍ ده تنهايي ده زړه مې رپي

ياره ته راسره نه يي چې دې سترګې ډيوه ګۍ شي

زما سور په وينو سور زړه کله مړ کله ژوندی شي

ستا د سرو شونډو سرونه کله ګل کله غوټۍ شي

زه دې ټول شهيد شهيد کړم زما هره ابۍ بوره

ته دې هم زما په شان شې ستا دې هم بوره ابۍ شي

دا زما ريښتينولي ده چې يو بل ته مخامخ شو

زما سترګې د زمري شي او ستا سترګې د هوسۍ شي

سميع الله تړون اسداباد

شھیم 16.10.2011 18:35

سلامومینہ اوگلونہ می اومنہ.ھیلہ دہ چی روغ بہ وی.گرانہ غزل دی بلاخکلی و.زہ نورسہ نہ لرم خو.عمرچی تیرشی اشناھیرشی.ستادی قسم وی چی ماھیرنہ کڑی مینہ.دروغتیاپہ ھیلہ دی.محمود(شھیم)لہ کوزکنڑہ

ګل الرحمن مزینه وال دی 24.05.2011 12:31

زه یوشاعریم دمشکلاتو له کبله نشم کولی چه کتاب چاپ کم که څوک ماسره کومک کوی نو په دی شماره دی تیلیفون وکری،////٠٧٧٦١٠٥٦٥١

saqib 31.08.2010 10:26

bilkol manam chi zmaree yee za ao ta pohigo kana chi zamaree sok dee ao ????dee

ثا قب جلال اباد 31.08.2010 10:17

سلامونه مي ومنه الله دي وکړي جوړ اوسي
ايي لالي : زه نه پوهيږم چه څومره دي وستا يم په کومو الفاظو درنه مننه وکړم چه دا څومره با ارزښته شعر
دي څومره سپڅلي کليمي دي پکي نغښتي دي مثلا ازادي ډيوګي غاړه کي شهيد ديره مننه کوم پدي برخه کي دي برياليتوب غړاړم راځم شخصي اړخ ته تړونه زړه مي درنه خفه دي الله دي زما مينه اخلاص او صدا قت درپسي کړي او بعد له دي به دي نوم په خوله وا نخلم او خيري به درته کوم او يا د لره چه نتيجه به يي دير زر وګوري او له الله دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ غواړم وسلام

نوټ : نتيجه به يي ضرور ګوري چه زما د خو لي اه څوک وهلي بيا دښې ورځي په ارمان دي ځکه چه زما له دوستانو سره بي له کوم مطلبه ډير اخلاص مينه وي او دوست؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ وي او زما زړه دير پاک دي خو دوستان مي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ وې

نو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.