Ghamay2

غزل // نبيله غزل

27.06.2010 20:17

غزل

نه يم په دې چې مې باڼه په جنګ کې و نه لويږي
په دې ډارېږم چې مې زړه په جنګ کې و نه لويږي

بيرغ اوچت نيسه ، دمه مه شې زخمي لاليه
خو چې غرور د پښتانه په جګ کې و نه لويږي

د انتقام لمبې دې مړې مه شه ملالې خورې
چېرته ځلمي نه شي ساړه په جنګ کې و نه لويږي

چې درځم زلفو ته چونډکې جوړوم ګرانه چې
رانه خنجر ، رانه چاړه په جنګ کې و نه لويږي

سترګو په توره شپه په کاڼو زړو کې لارې وکړې
خدايه چې اوس په لمرخاته په جنګ کې و نه لويږي

د غزل اوښکې د لېمو په شپول کې نغاړه ګله
دا سره غمي د ژوندانه په جنګ کې و نه لويږي

نبيله غزل ، ګل پېښور

فواداحمدزى 05.04.2012 07:58

اغلي نبيله غزل لومرى تاته اوبياتولوقدرمنوسلامونه دالي كوم.شعرمي ديرخوخ شو.الله دي راته تانده اوهسانده لره‏*مننه‏*‏

HANAFI 18.11.2011 09:36

خورجانی دقدر ور پوختنی
خدای دی خوشاله لره اودزره طوطی دی ویانده اوسه

سملیم زبیر 03.03.2011 12:59

تولو درنو ته سلامونه

یوسف خان امرخیل 16.08.2010 08:58

اغلی نبیله غزل ډیره ښایسته غزل خو دادوبیته می ډیر خوښ شول.

بيرغ اوچت نيسه ، دمه مه شې زخمي لاليه
خو چې غرور د پښتانه په جګ کې و نه لويږي

د انتقام لمبې دې مړې مه شه ملالې خورې
چېرته ځلمي نه شي ساړه په جنګ کې و نه لويږي

زه به دارته ووایم چی دغزل لمبی دمړی مشه .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.