Ghamay2

کرزي ته نظم

11.04.2010 08:25

کرزي ته

پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي
لالادمرګ اجازه مه ورکوه
زمابچوړي سوال ته مه کېنوه
زما دمرګ اجازه مه ورکوه
تابه له ټولوخلکو روسته وژني
دچادمرګ اجازه مه ورکوه

زما ځنګلې په باروتو سېزې
زما په غردې زړه خوږېږي که نه
مال مې دې لاړشي په بلا يي وله
زما په سر دې زړه خوږېږي که نه
ماشومان وږي له کورونوتښتي
په مازيګردې زړه خوږيږي که نه

مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ
اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي
پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال
په سوله نه راځي په جنګ راځي
زمونږ په دين او وطن لوبې کوي
ځکه مو وينې په غورځنګ راځي

اول مې مړ کړي بيا بخښنه غواړي
اشنا دليل دې څه دليل  نه دى
زه وژل کېږم دا دې غلى ناست وي
دغه وکيل زما وکيل نه دى
ستا په تندي به نخښه ټينګه نيسم
لاخو مې مات دټوپک ميل نه دى
چې خپل ناموس په يرغلګرو پلوري
هغه افغان نه دى اصيل نه دى

لږدبړستنې نه بهر راوځه
چې داپه کومه ډرامه جنګ دی
صليب ککرې غواړي وينې غواړي
بيا په امت مسلمه جنګ دی
بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته
دابامه او اسامه جنګ دی

ددې کيسې درنه پوښتنه کوم
دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ
دملالۍ مزار جنډه نه لري
د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ
نور انسانان يي په بوټانو ولي
دستر غازي مډال دې چاته ورکړ

داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی
تاسره قدر دامان نشته
ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي
تاکې غېرت تاکې ايمان نشته
زرده رسوا به شې ذليله به شې
په سر دې سيوری دقران نشته

زما وطن دوېرې کنده  ده اوس
دلته مدام د بچو چغې راځي
بيا چا جومات په اور کې وسېزلو
بيا دامام د بچو چغې راځي
د اککرۍ به څنګه نه شيندمه
چې  مې دقام د بچو  چغې راځي
نوره دنيا په خواږه خوب ويده ده
خو داسلام دبچو چغې راځي

زموږ په وينو باندې ژوند تېروي
زموږ پاچا  دى سړي خور پاچا
موږه په يو رګ هم  منلى  نه دى
دا خو پرديو کړ په زور پاچا
دقام له کړيکو نه خبرېږي کنه
اى دهوس په نيلي سور پاچا
خپلې راتلونکې ته  لږ فکر وکړه
درته پاتې شي پيغور پاچا

ديموکراسۍ له ژونده وويستلو
خپلو بچو پسې پېرې کوو
څومره دې ووژلو بس دی کنه
همېشه غم دهديرې کوو
داور لمبه دې درنه وګرځېږي
مونږ افغانان درته ښېرې کوو

دپارلمان وکيله ساه دې وځه
ته دکرزي لالا سلام څه کوې
ته له تودې بړستنې نه راوځې
بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې
دادبمونوشوردې نه ويښوي
په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې

دداسې سترې بلا مخې ته يم
وايي د ځان کيسه کې مه اوسېږه
که سېزل کېږي خېر دى  ودې سوزي
نور دقران کيسه کې مه اوسېږه
زړې کېسې  بدلې شوي دي اوس
دننګ ايمان  کيسه کې مه اوسېږه
نورې نړۍ ته ترې خطر پيدا دى
دمسلمان کيسه کې مه اوسېږه

لالا لالانه دې پوښتنه وکړه
افغانستان سره دې څه کارو
که صليبي جګړه دې نه کوله
دمسلمان سره دې څه کارو
که اسامه په توره بوره کې و
وزيريستان سره دې څه کارو

پرون  ددوى درقيبانو جنګ و
نن د روسانو درقيب جنګ دى
دلته تکبير شي هلته کړيکې خېژي
عجيبه چغې دې عجيب جنګ دى
راځه چې لوړې  ته شو سېل يې وکړو
ستا دپوځي او د  طالب جنګ دى
که نړيوال يې ترورېزم بولي
خو داسلام او دصليب جنګ دى

ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو
زه هم پوهېږم چې غلام يمه
يوه جوړه جامې خوراکه راته
لغړ راوتی له بګرام يمه
پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه
زه دې اولس يم زه دې قام يمه

اور غورځونکو ته دې ووايه لږ
سمه اوغر درته خېرې کوي
زمادقام خولګۍ له وينو ډکه
هر مازيګردرته خېرې کوي
د باجوړګلونه مه رژوئ
چې پېښور درته خېرې کوي

ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه
زه وايم غږ زما ازاد ښه دی
زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه
ته واېې دغسې برباد ښه دی
بس ته پردوته ستړيمشي کوه
مونږ سره فکر دجهاد ښه دی

اشنا له دې خبرې ځان خبر کړه
د لته دسر دپاسه سر شته دى
د وطن هره دره چغې وهي
راشه په غېږ کې مې سنګر شته دى
زموږ په خوله کې ژبه ګونګه نه ده
نارې دالله  اکبر شته دى
لا بې اميره بې رحبره نه يو
لا خو ملا محمد عمر شته دى

سميع الله تړون

محبوب الهي محظوظ 31.05.2011 13:23

تړون ته او ټو ل مسلمان ابراهيمي ملت ته سلام رب دې وکړي چې روغ جوړ او له خوښى ډکې شېبې ولرې.
تړون صيب داسې اشعارليکي چې سړى سم له مخې لېونى کړي لکه داسې:

جانانه يوه ورځ به داسې غږ له چانه واورې
چې ته ورباندې ګران وې هغه ځوان لېونى شوى
مياعلي بآبا ته نه ځي ديار کلي کې ښه کېږي
تړون له ډېره غمه او خفګان لېونى شوى
مننه

توحيديار 26.12.2010 01:26

سلامونه تاته او ټولو پښتنو ته

ډير ښکلی نظم وه والله زما خو ډير خوښ شو په قلم دی برکت شه هميشه داسی ښکلی نظمونه په خپلی پاڼه کی له موږ سره يو زای کړه

مننه

هاورن احمد خان 25.10.2010 06:51

محترم تړون وروره، واقعا چې ټول افغان ولس په تاسو او ستاسو په غیرت او ریښتني شاعري فخر کوي، الله دی ژوندی لره

ستاسو ورور
هارون خان

لعل محمد احمدزی 15.08.2010 09:16

تړون صاحب:
الله پاک دي ژوندي لره واقعا چي ښه نظم دي ليکلي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.