Ghamay2

غزل - نبيله غزل

06.03.2010 22:10

غزل

د اور لمبې د پښتنو په وطن
راورېدې د پښتنو په وطن

ته چې راتلې د پښتنو په وطن
کړې دې تيارې د پښتنو په وطن

د رڼاګانو د مالت خاوندان
وژني ډيوې د پښتنو په وطن

شوې د باروتو په لوګو ککړې
د ګل وږمې د پښتنو په وطن

فارس او پنجاب ورته ببوزی وهي
لمبې خورې د پښتنو په وطن

دوي د وسلو د ازمايښت لپاره
کوي جګړې د پښتنو په وطن

ستا لکه غر غرور به شي که خير وي
ذرې ذرې د پښتنو په وطن

په کوڼ جهان به زلزلې راولي
دغه نعرې د پښتنو په وطن

نبيله غزل - پېښور

احمد جاوید حکیمی 10.09.2012 14:22

ګرانی الله دی نوره هم کامیابه لره ستاسودنوروکامیابیوپه هیله

عبدالله مسلم 12.05.2012 17:09

ډیره ډیره ډیره مننه ددغه احساساتی شعر نه، او د لا پرمختګ او د زړه راویښوونکو شعرونه په هیله، الله دی اوس پښتانه راویښ کړي، نه پوهیږو چه دوي ویده دي او که چا نشه ورکړی ده، بلکل یی ځان هم هیر او جهان هم هیر،
فارس او پنجاب ورته ببوزی وهي
لمبې خورې د پښتنو په وطن

ستا لکه غر غرور به شي که خير وي
ذرې ذرې د پښتنو په وطن

پښتون مراد 11.02.2012 09:46

ډیر شکلی شعر دی خدای دی شاعری همداسی ګرمه لره، زه د ستاسو د شعرونو خاص مینوال یم او هر په همدی تلاش کی یم چی نوی شعرونه مو ولولم او د زړه تنده می پری ماته کړم .......... په درنښت تاند اوسی

خالد 31.07.2011 11:12

غزل ډيره ښه ده دزړه درد او احساس په كښي نغښتي دۍ خو زه وايم چي خپل دهيواد ناخوالي او غميزي بايد په كښي را اخيستل سوي وي . ځكه كه مو ږ دنورو هيوادونو سيمي په خپل غزل كي راواخلو دهر ويونكي څخه خپل احساس لږيږي . نور ډير ښۀ خداي وكړي چي زما دنظر څخه پر زړه باندي تياره خپروه نه كړي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.