Ghamay2

غزل / سعيده چپرهارۍ

07.01.2010 10:31

غزل

د رقيب زړه کې به بل د حسرت اور شي

که خزان وهلی بڼ زما سمسور شي

چې مو څوک جانان وطن ته کاږه ګوري

د کابل غوندې دې وران د هغو کور شي

چې په غېږ کې يي سر کېږدم جنت وينم

نوره هم مې راته ګرانه خپله مور شي

دا جنګونه او مرګونه به شي ختم

محبت چې په نفرت زړګيه زور شي

ليوني ورپورې خاندي هوښيار نه دي

چې په منځ کې يي په نه خبره شور شي

احترام چې د شملو او لوپټو کړي

هغه ځوان د سعېدې د سترګو تور شي

سعيده چپرهارۍ

ثا قب جلال اباد 11.01.2010 06:31

سعيدې خور سلامونه , صحت او خو شالې دې الله په نصيب کړه

دا دعا مي ځکه درته وکړه چه داد الله ستر نعمتونه دي او د ژوند هر منفي اړخ ته مثبت تغير ورکولي شي ځکه په دنيا کي منلي خلک هغه څوک
دي چه دد نيا او اخرت دواړو حق په ځاي کړي نه چه يو ضايع کړي
الله دي وکړې چه صحت ولرې او د ارمان غو ټي دې ګل وې چه همداسي ښکلي شعرونه او ليکني وکړي لکه څنګه چه دي پيرزوينه کړيده
او بي له دغه ذکر شوو نعمتونو زړه مات وي او کله کله په خو ځښت راځې خو????????? خو کر د ګلابونو کوې وسلام

حامد 09.01.2010 08:40

دير به زره بوري شعر مو به ليكه كري، به قلم مو بركت شه.
د لا برمختك به هليه مو
اسلام آباد نريوال بوهنتون

پېرمحمد 08.01.2010 12:26

WAH WAH SAIDY JANI DER KHAYSTA SHIR DEE LAKALAY DEE KHUDAY DE NOOR ISTEDAD HAM DARKREEE CHE DADENA HAM KHAYSTA SHIRONA JOOR KREEE

PER ISHQI) DA QANDAHAR SAKHA )

رومل جان 08.01.2010 11:07

ویده ماشوم

مازیګر لمر په غړ غړ دی د انګړ په منځ کې د ګلانو د کیاریو په غاړه وړوکی ماشوم په لوبو بوخت دی .په لمن کې خاورې اخلي له یوه ځایه یې بل ځای ته وړي او هلته یې غونډوي،مور د کاله په کار اخته ده په ډېره بیړه لګیا ده ،کالي سمبالوي ځکه چې ماښام او وخت نا وخته دی .
د کار په منځ کې یې چې پام شي ور غږ کړي چې زړګیه څه کوې ،ر

اځه ناوخته ده هله جار دې شم !!!
ماشوم په خپله نیمکۍ او خوږه ژبه وايي ((ډوډوپکه کم))
مور څو کوې ؟ماشوم (( ډو ډو پکه کم ))(( یعنې ډوډۍ پخوم )) مور د کاله په کار بوخته او ماشوم په خپلو لوبو- وړې مرغۍ چې په کیاریو کې یې ټوپونه وهل خوشاله خوشاله او جلتې جلتې ګرځیدې .یوه والوته او ټولې خپلو بچیو او ځالو ته ولاړې وخت تیریږي لمر ولوید تیاره را پورته او د ځکې په مخ را خوره شوه .

د آسمان په شنه او نا محدوده فضا کې ځا ی په ځای ستوري را ښکاره شول .مور چې له کاره خلاصه شوه د ځانه سره یې وویل :آه ماښام دی ترغونې شوه بچی مې هلته لوبې کوي او زما هیر شوی دی .

ورغله چې ګوري :ماشوم د خاورو نه وړې وړې او پلنې ډوپکۍ(ټوپنۍ) جوړې کړې دي .
خړ پړ پروت دی ،ستړی شویدی ،په خاورو کې یې سر ایښی دی او د خوب قاصدانو ته یې ځان سپارلی دی .
د ماښام په خړه تیاره کې مور د خپل ماشوم سر ته ولاړه ده زړه یې د یو عالم ترحم او رقت نه ډک دی او چرت وړې ده
هو د ژوندانه مثال همدا دی !
موږ په خپل ژوند کې همد غسې په خاورو کې لوبې کوو !
په دغو لوبو اخته سو چې د مرګ دروند بار په موږ څپاو راوړي او بل عالم ته مو بوځي .
نو آه ،څومره خوږې دي دا لوبې !
او څومره خوندور دی دا خوب چې په خپله خوښه او آزادۍ سره وي
(( له نوي ژوندون څخه د خادم اثر ))
رومل جان

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.